ایکنانیوز د عراقي خبري اژانس واع په حواله راپور راکړی، د کربلا والایت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئيل، د کربلا وائي نصیف جاسم الخطابي، په عراق کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي له استازي محمد الحسان سره کتل او د دې ولایت او د ملګرو ملتو د ادارو ترمینځ د ګډو ملګرتیاؤ د امکاناتو په اړه ئې بحث او خبرې اترې ورسره وکړې.د دې اعلامیې له مخې، د کربلا والي د ملګرو ملتو د پلاوي د بشري رول ستاینه وکړه او د کربلا ولایت د چارواکو د لیوالتیا په اړه ئې ټینګار وکړ چې له نړیوالو ادارو سره د ملګرتیا او تعامل له لارې د دغه ولایت مقام لوړ کړي او د هغه اوسیدونکو ته خدمت وکړي.په اعلامیې کې راغلي: په دغې غونډې کې، د کربلا والي د دغه ولایت د مذهبي او سیاسي اهمیت او د کال په اوږدو کې د میلیونونو زائرینو د جذبولو په برخه کې د دې مرکزي رول او همدارنګه د خدماتو، بیخ بینائيو او نورو حیاتي برخو د ښه کولو لپاره د ولایت د پام وړ هڅو په اړه لنډه توضیح وړاندې کړه.د ملګرو ملتو د سرمنشي استازي د ولایت د بېلابېلو برخو د لیدنې پر مهال وویل: کربلا یو ستر ښار دی او د هرچا په زړونو کې ځانګړی مقام لري.هغه د کربلا په ولایت کې د پرمختګ او ودانولو له هڅو د ملګرو ملتو د دوامداره ملاتړ او په بېلابېلو کچو کې د پام وړ پرمختګونو ته په اشارې سره وویل: د ملګرو ملتو پلاوی له نږدې په کربلا کې مثبت پرمختګونه څاري.
https://iqna.ir/fa/news/4292704